دمارجې او نادعلی اولسونو سرې او وطنپاله وينی به د خپلو اکۍ تر سرحده وچی نه شي
 اکانديد اکا د ميسن  ظاهر افق اکانديد اکا د ميسن ظاهر افق

25.04.2010

دهلمند ولايت دمارجي او ناد علی سيمي  چه نه غرونه لری او نه هم ستری غونډۍ ، ستر دښتونه يې چی افغانی زحمتکشانو په زحمتونو او خواريو آباد او سمسور شوي دي ، دادی په ډير ظلم او وحشت دامريکا يي ټانکونواو وحشي بمباريو په واسطه اشغال او ويران کيږی ؛ او ټول شريف او ميړنی خلګ يي دتروريستانو په درواغجن نامه سره وژل شوی او له منځه ځي ۰

دقضيی په ارتباط ، ډيره احمقانه او غير انسانی پرو پاګنده يي لاداده چی امريکا يي تا ړاکګران دماشوم دمړی پر سر ( ۱۵۰۰ ) ډالره او ښځينه مړی پر سر ۰۰۰۰ ډالره ورکوی ۰ خبره ځکه احمقانه او غير انساني ده چی ديوې خوا جنايتکاران غواړی طا لبان دغير طالبانو څخه جلا کړی چی هيڅ يې نه شی جلا کولای خو بله يې دا چی په کوم کتاب او انسانی قانون امريکايي تجاوز ګرانو افغانی مظلومو بچيانو او قهرمانو ښځو ته نوموړی نرخونه ايږدي ؟

بيله شکه،نوموړی ټوله نرخونه بيله خطا ايستلو او دما ګو جۍ بله هيڅ معنا نه لری ۰ دناټو تجاوزګران دامريکا په لارښوونه هڅه کوي چی افغانان دهمدغه ډول وژنو او کتلوی مرګونو په واسطه وبيروی ؛ دسنګرنوڅخه يې ولاړ کړی او ګونډ ه په ووهي ۰ خو بر عکس ، نوموړی تا ړاکګران او بې انصافه نړيوال واکداران بايد چه دې وپوهيږی چی افغانان هيڅ وخت په زور نه تسليم شوی او نه تسليميږی ۰ زما دهمدغی ساده خبری داثبات له پاره يوازی دتيرو دوو پيړيو په دوران کی دافغانانو هغه تاريخ ته مراجعه وکړي چی هروخت خارجی تاړاکګرانو زموږ پر هيواد تيری کړی ، نو افغانی ولسونو په پوره يووالی او اتحاد سره نوموړی تيری کونکی دتوری په زور دوطنه څخه شړلی او ايستلی دی ۰

اوس خبره داده چی امريکايې وحشيانوولی دمارجی او نادعلی پر سيمو او خلکو باندی تجاوزات او تيری پيل کړل ؟

تجاوزګران وايې چی دنوموړيو سيمو ولسونه ترورستان او ډول ډول وسيلې لری ۰ نوموړی اتهامات  په هيڅ صورت نه منطق لری اونه هم انسانی استدلال ۰

افغانانو دخپل ژوند په ټول تاريخ کی مختلف ډول وسيلې درلودې چی نن ورځ هم په هر کورکی دځان او وطن دساتلو په خاطر رنګارنګ وسلی موجودی او بايد موجود ی وی ۰

پر نوموړو سيمو دامريکا يانو غير انسانی تجاوزات هم ، دهلمند ( خانشين ) دهغی ولسوالۍ په شان اهميت لری کومه چی ديورانيومو څخه ډکه ده ۰  دا خبره پورته کښته کيږی چی ښايې په نويو اشغال شو يو سيمو کی قيمتی ثروتونه پټ پراته وي او همدغه کشف به هم امريکايانو هغه وخت کړی وی   په کوم وخت کی چی دوی دنړيوالو قدرتونو سره درقابت په نتيجه کی دهلمند پر سيند ‍داوبو بنداو بيا دبغرا وياله جوړه کړه ۰ داخبره هم هيره نه کړو چی دکندهار ښار په شمال غزني سيمو کی در کان طلا ښايسته او ثروتونو څخه ډک غر هم امريکايې دولتی ترورستانو په خپل تصرف کی نيولی چی دوی يې په کار اخته او نژدې څوک نه ور پريږدی ۰ دنوموړی (کان طلا ) دسرو زرو رګونه او علامې هغه انګريزانو وموند لی چی لومړی اشغال په دوران کی افغانستان ته راغلی وو ۰ دثروتونو وږو او تږو دهغه وخت دچکش او نورو ساده وسايلو دنوموړی غره ډبری ماتی کړی دی ، خو چی څومره به يې وړي وی نه رامعلوميږی ۰ دنوموړووسايلو دټکولو او ډبرو ماتولو نښانې تر اوسه هم دغره پر ځګر او تندی باندی ځليږی ۰

دمارجی او نادعلی پر سيمو دناټو دوحشی حملو او تجاوزڅخه دا هم ښکاری چی ناټو بايد دجنګ د روودو دهلمند دغرب په خوا ايران ته ور اوږد کړی ۰ *ځکه دايران سرشاره تيل هم دامريکا يې استعمار ګرانو سخت په کار دی ۰ دامريکا پخواننی جمهور رئس مستر بوش به ويل ( امريکادتيلو سره عادت لری ) دامريکايې نوی استراتيژۍ او هدف له مخی امريکا نه يوازی دافغانستان له خوا ايران ته نژدیې کيل غواړی بلکه په ټولو هغو غربی هيوادونو کی چی هم جنګی وسايل او مهمات ځای پر ځای کړی دی کوم چی ايران ته څرمه او نژد ې دی ۰

البته ددغه تجاوزګرانه عمل پلمه بيا دايران دزره وی وسايلو جوړول تعبير شوې دی ۰ همدغه ډول بې قانونه ، بی ښټه پلمه بوش هم په خپل دوران کی پر عراق باندی دتجا وز په خاطر جوړه کړه ۰ همدغه بوش دخپل جمهوريت په آخره کی په ډ يری سپين سترګۍ سره وويل ( دخپل ماموريت په دوران کی می دا اشتباه وکړه چی عراق ذروی بم لری ۰ ) لوستونکی دلوړ جنايت او اعتراف په باب فکر کولای شی چی استعمار ګران دخپلو شومو هد فو نو به خاطر څه ډول غير انسانی اعمال اجرا کوي ؟ بوش عراق بيله دليله دخاورو سره برابر کړ خو دهاګ ناروا او مزدوره مؤسسه چی ډير وطنپال جهانی رهبران يې تحقير او په دسيسو سره وژلی دی بوش چی اوس بيکاره هم دی محکمې ته يې نه ورکشوي ۰

داستعماری واکدارانو دډير ودسیسو او چالونو څخه يوه ښکاره دسيسه دا هم ده ، کله پر کومه سيمه حمله او تجاوز کوی نو په همدغه وخت کی افغا نانو او نډ يوالو توجه ځينو کنفرانسونو ، سيمينارونو اوداسی نور وفرهنګی فعاليتونو ته ور اړوي ۰ هغه وخت چی امريکا يې تاړاکګران دمارجی او ناد علی پر سيمو حمله کوله ، نو يې دلندن بې کيفيته کنفرانس ( د صلح او آبادۍ ) تر عنوان لاندی داسی تددوير کړ چی نه يې کومه صلح راوستله او نه يي هم  کومه آبادی خو هڅه يې وکړه چه دڅو لحظو له پاره دنړيوالو او افغانانو ذهنيتونه نوموړي کنفرانس ته ور واړوي همداسي دترکيي کنفرانس هم په دغه فضا کی تد دوير سوو ۰

تاسو فکر وکړی پر ډيرو وړو سيمو ( ما رجه او ناد علی ) چی حمله کوونکو ډير مهم ښارونه وبلل ، يوازی( ۱۵۰۰۰) امريکايې هوايې  او مځکني وحشی ترين لښکر يان ، ( ۵۰۰۰ ) يې بې روحيي خو اتنيکی نا  ځوانان او( ۵۰۰۰)انګليسي  مکار فوجونو هجوم ور وړی ، دښځو او ماښومانو په شمول يې خلګ شهيدان مځکي او آبادۍ ور خرابي کړې ۰

خوبيا هم په نړيواله سطح کي هغه څوک چی وجدان يي بايللی وی څه نه واي او په داخل کی دچوکيو ، ډالرونو اوغير مشرو  نعمتونوڅښتنان په هره عقيده چی وی ، دادی لږ تر لږه دتمسا ح او ښکي لا هم نه سي تويولاي ۰ په زړه پوری ده چی دکابل ځينې اخبا رونه چی سترګی يې ډالرو نيولي دي داحمدي نژاد دايران جمهور رئس پر هغو خبرو يې نارواه شخوند ووهه کوم چی افغانستاني دامريکا تر اشغال لاندي وباله ۰ 

دنوموړو اخبارو سپين سترګی لا داده چی دامريکا تجاوز ګر او امپر يا لستي دولت يې دافغانستان متحد وباله امريکا چی دنورو ناټويې هيوادونو په مرسته ګران هيواد افغانستان اشغال کړی او افغاني بی ګناه ولسونه په ډيری بې رحمۍ وژنی لا يې هم متحد بویي ! دڅه شی متحد ۰ او د څه له پاره متحد !؟

داخبره دی هم موږ ته څرګنده وی چی زموږ ولسی مقاومتونو او مبارزو نه يوازی ناټو يې وحشتونه او ظلمونه په ژوره توګه رسوا او افشا کړل بلکه دهغوی دسيسې ، درواغونه او فسادونه يې هم بر ملا کوي ۰ ځکه نو څرګنده ده چی ناټو يې وحشی قوتونه به د امريکا په لارښوونه ، نه يوازی سخت تاوانونه او ماتی ووينی بلکه دغه تجاوزګرانو نا برابره جنګ به ټوله سيمه داسی اشغال کړی چی په پاي کي به ددريتي جګړي دباروتو بوي هم راولاړ سي ۰ په زړه پوري لا داده  چی دافغانانو د قهرمانانه مبارزوه۹په نتيجه کی به نه يوازی په ناټويې دولتونو کی اختلافات را څرګند اوشديد سې بلکه دامريکايې واکدارانو تر منځ يې انتقادونو هم پوره څرک وهلی دی ۰

موږ څو موده مخکي وليکل چی دهلمند ولايت دخا نشين ) ولسوالی پر سر دامريکا او انګليستان تر منځ داسي اختلافات واقع سول چی په نتيجه کی دهلمند والی ( وفا ) چی انګريزي قوتونه او کرزي ته نيژدي وو کابل ته وغوښت او په عوض کی اوسنی والی چه دابيا امريکايې نوکر دی مقرر کړ ۰

نوموړي ولسوالی ډيره وړه دهلمند په پاي او ريګزار کی واقع ده البته ديوزانيمو څخه ډکه او امريکايې تا ړاکګرانو خيټه پراچولی ده ۰

رابه سوو دامريکايي نظاميانو تر منځ پيښو ته ۰ ( البروک ) چی امريکا معتبر نماينده او دافغانستان او پاکستان په چارو کي پورته کښته کيږي ، څو ورځی مخکي چی يوه ډيره واقعی خبره له خوله ووتله چی ( دافغانانو دهری کورنی يو غړی د طالبانو سره اړيکي لری ) کله چی نوموړی متن ميډيا ته ولويد نو ډير ژر په کابل کی دامريکا دسفارت شازدافير نوموړی خبره په خوله کی ومروړله او يو بل ( دالبروک خبره ناسمه تعبير سوی ده ) په تاسف چی روښانه يې نه کړه چی سم تعبير يې نو څه دی ؟ دالبروک خبره که څه هم سمه او معقوله ده خو يو ناوړتوب يې دادی چی نه يوازی دافغانانو دکورنی يو غړی دمقاومت سره اړيکی لری بلکه حتی ډيری کورنی دی چی ښځی او نر يې  دمقاومت په صف کی دخپلواکی په خاطر داشغال او غلامی پر ضد جنګيږي او قربانۍ ورکوی ۰ په زغرده بايد وويل سي چی ټول افغانان دخپلواکۍ په خاطر په مختليفو ډولونو جنګيږي ، ځيني دسوټی په واسطه ، او ځينی دقلم په څوکه خو ځيني نوری بيا دنفرت دليږکو او حتی دښرا کولو او اوښکو تويولو په واسطه دوطن ساتنه کوی ۰ اوس چی مو دالبروک خبره ومنله ، نو بايد په خپله البروک امريکايې واکداران دناټو رنګارنګ غړي دهمدغه غير انساني جنګ او وژنو څخه لاس واخلي او په رشتيا سره دصلح پر ميز نه يوازي دطالبانو سره بلکه دګردی ټولني دقومي ولسي او ګوندي مشرانو او قدرتونو سره ، صرف نظر دژبني ، مليتي او داسي نورو زهر ناکو تبعيضونو دوحشتونو څخه دخلاصون په خاطر تفاهومات او خبري پيل کوي ۰

او همداسي دټولو ګاونډيانو په شمول دټولي نړي دمعثرو دولتونو او قدرتونو په واسطه دقضي دحل په خاطر صادقانه او دزړه له کومی لاسونه سره ورکړي البته دهرر ډول خبرو په سر کی دخارجی او تجاوزګرو لښکرو ايستل لومړني شرط وي ۰ بيله دخارجی قوتلو دايستلو و، با قاطعانه وويل سي چی دناټو پر ضد وطنپاله مبارزه او مقاومت داشغال په مقابل کی دخبلواکی په خاطر مبارزه يوه پر حقه او ملي مبارزه ده چی تر هغه وخته به ادامه لري څو ګران هيواد دخپل واکي او صلح ته ورسيږي ۰

که  څه هم کرزي ددولت رېس دطالبنو سره دروغي جوړي شعارونه ورکړي دي خودا چی ديوي خواه دصلح خبري غوښتل کيږي اما پر دې بله خواه وينو چی ګران هيواد وال په هر وخت او هر ځاي کي په توپونو او راکټونو ويشتل کيږي ، نو چيري دی صداقت او ريښتين واله ؟

تاسي وګورۍ کله چی کرزي دطالبانو سره خبري کول غواړي ،په همدغه وخت کی امريکايې او ناټويې وحشي تريني حملي دمارجی پر هغو کليو کيږي چی امريکايې دطالبانو مرکز بولي دا څومره سپين سترګي او بي غوري !!

داخبره هم هيره نه کړو ، که دامريکا او کرزی هدف داوی چی د تفاهم له لاري مقاومت ضعيفه او ناټويې قوتونه داشغال نور ګامونه پورته کړي نو بيا به هم افغان ولس خپل مقاومت ته په مختليفو ډولونو او شکلونو تر هغه وخته ادامه ورکړي څو خپله ټول اړخيزه خپلواکي تر لاسه کړي ، د صلح او پر مختګ رنګين بيرغ لوړ ورپوي ۰

په تيرو ليکونو کی مو روښانه اشاره کړی چی بوش او( اوباما )  دنړيوال امپريالستي واکدارانو ډير ساده ګوډاګيان دی چی له ځانه مستقله اراده نه لري ۰ ځکه يې وينو چی اوباما هم دبوش پر هغو چټلو ګامونو پښي ايږدي کوم چی بوش دوحشت او اور لګولو پر خواه اخستي دي ۰

دکرزي دصلح خبري ځکه څوک نه مني چی نن ناټويې وحشيان حتی دکندهار دخزابولو او تسخيرولو له پاره غواړي دکندهار د اطرافو له خواه پر ښار هجوم وروړي او ټوله سيمه دهيواد دنورو سيمو په شان دظلمونو او وحشتونو سره مخامخ کړی بايد دوی پو سي چی دهمدغو قهرمانو ولسونو ويني به هم دمارجی او ناد علی او نورو وطنپالو ولسونو دوينو په شان تر هغه وخته وچی نه سي څو قهرمان افغن ولس آزادۍ او خپلواکی ته نه وي رسيدلی ۰


April 25th, 2010


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
گزیده مقالات